ع. . فراهی
پر سترخان دجنګ دسولي میلمــــــــسـتــیاده
غټه برخه دعــــــــــــــــــــمر او اوبامــــا ده
مااو تاته تش هــــــــــــــډوکي دې راپــــاته
خدای خــــــــبرچې چاخوړلي ښه ښوروا ده
ترڅلویــــــــښت لاسونو ډیر دلته اوږده دې
پرخالې کاســــــــي جنــګونه کړې غوغاده
یو دشرق او بل دغرب څخـــــــــــه راغلی
لنــــــــــډغرو ته زموږه لـــــــــنګه غوا ده
دا سترخان به کله ټول شې ټول ماړه شول
پکښــــــــې لاره ورکه کړې زموږ ملا ده
پرخالې میدان ژوندی ټیغـــــــــونه کاږي
په قـــــــــــــسمت یی دتروریزم مدعا ده