دخپریدو نیټه : 2013-01-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سوالګره پېغله
جاوېد احمدزی
یـــوه غـــریــبــه نــجــلـۍ پـــه مــخه راغله
تــه بــه وایـــې ســـپوږمــۍ په مــخه راغله
د مــخ په لــیــدو مـــې ســـترګـې بریښیدلی
قــسـم مــــا په زړه کـــې ګـــوړې مـــاتولی
ځــان ته مــې ویــل چــې مـین شوی ځوانه
مــیـــنې نــه بــغــیــر زندګی شـــوه ګـرانه
ښــکلې پــېــغــله ورو راته پـــه خندا شوله
خــــوړلو تـــه ســــمه لــکـــه حــلــوا شوله
اې! د زړه ســـره ومـــنـــه ســــلامـــونـــه
حـکم کــوه پـر مــا څــه دي ســـتا حکمونه
هغې هــم په داســـې شانــتــې ځـواب راکړ
پرې شــوې د ظـلمـونو ټــول حــساب راکړ
ویــلــې چـــې زه یــتــیمـــه پــښــتــنــه یمه
مــجــبــوره یــمــه ، خــو ډېره درنــــه یمه
زه هــــم تـــــل د نــاوېـتـوب ارمـــان کومه
تــا غـــونــدې هـــوس د یـو جــانـــان کومه
خـو نــن سوالګره یـمه ، خـیـرات غــواړمه
لــه تــا نـــه ستــا د ځـوانـۍ ذکــات غواړمه
کــه تـه پـښـتون یې وچ مې د سترګو نم کړه
یو څو روپۍ راکړه ، درد مې د نس کم کړه