نــن مــــې ډېــره یادېدې ما ویل خبر به دې واخلم
زمـــا اوښــکــــې بهېدې ما ویل خبر به دې واخلم
کــابل کــې ســړه هــوا خـېمـو کـې هـلمـنـدي ژړا
څـنــګـه واورې اورېدې ما ویل خبر به دې واخلم
غــزلــې بــه پـه څېر د سـپېـلـنـي درته لوګي کړم
کـاش چې ته په ګرمېدې ما ویل خبر به دې واخلم
ستـا هـغـه دنـګه ځواني ، دنـګه ونه ، دنـګه غاړه
اف ، بند پـه بند ماتېدې ما ویل خبر به دې واخلم
قـسم چــې پــرون مــې ډوډۍ سـتونی نه نه تیرېده
سـلـګـۍ مـې نــه درېدې ما ویل خبر به دې واخلم
احمدزیه تـر څــو بــه د ویـر په ټــغـر نـاست یـې
څـه لـه یـار نه شرمېدې ما ویل خبر به دې واخلم