دخپریدو نیټه : 2013-01-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زما قام
اټک يوسفزی
دانه دانه لکه امېل شو خو راټول نه شو بيا
پښتون سوری سوری غلبېل شو خو راټول نه شو بيا
دا د زمرو قام چې زنځير شکوي د لاس په ګوتو
په نرۍ کرښه سره بېل شو خو راټول نه شو بيا
زلمی نه پلار پسې نه ورور پسې په لاره ولاړو
ټوټې ټوټې په ضد او زېل شو خو راټول نه شو بيا
لاسونه ، پښې غاړه يې خپله ځانته وتړله
د نفاق لومو کې را ښکېل شو خو راټول نه شو بيا
افغان ځان ووېشلو تا به څوک اټکه ګټي
لښکر نه ووتو خېل خېل شو خو راټول نه شو بيا