مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لويي پکتيا ته ؟

نيک هدايت
                                 
تاريخ ته که وګورم ډيرديادونه اووياړونه دي - څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول قومونه  دي
تاپه خپله غيږکې ښه غاذيان قهرمانان لرل      - لکه غرغښت ،،ببرک،څرخي اوبهرم خان لرل
اوس مونږسره نشته خواروزارټول ولسونه دي - څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول قومونه دي
ټول په اتفاق وويوبيرغ لاندي لښکر وو    -  خکه بريالي په هره خوا،هرميدان اوهرسنګر وو
نڼ په تاڅه وشول چه خفه دسمې غرونه دي - څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول قومونه دي
نوره اباديږي اوجوړيږي درپه درشوې  -   پرون وي سرلښکر،ولې داڼن  خاوري په سرته شوي
مونږپه خپلو کبرکړئ ځکه دغه موحالونه دي - څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول قومونه دي
له ځاځيوترمنګلو،ترخوستيواحمدزيوګرديزيو -  زرمتيو،ارګونيو،لوګريو ،طوطاخيلو  ،څمکنيو
اوچت کړئ زربيرغ داتحادبرياليتوب ته اميدونه دي -څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول قومونه دي 
يوشميرغله لاري شکوونکي اتلان اوجرنيلان جوړشول - څوک غاصبين څوک مفسيدين هېوادپالان جوړشول
ستاشهيدان اوبوويوړل ځکه ورک يي نڼ قبرونه دي  - څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول قومونه  دي 
خپل سرکونه تعميرونه ورانوئ نه يي پريږدئ ولې  - خپل مکتبونه خرابوئ اوسوځوئ هم خپل وژنئ ولې ؟
دريغاداغياروپه لمسون سره بدل شوي دفکرونه د ي -   څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول  قومونه  دي 
مکوئ معارف سره هيڅ وخت کي بدبيني اودوښمني -  ټوله عالمان شئ وکړئ درقيب سره سيالي برتري
پاتې له کاروان شوي درنه تيرشوي  وختونه   د ي   -   څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول  قومونه   دي 
نڼ  لويه  پکتيا کي  کونډي رنډي  يتيمان   ژاړ ي      - هيڅ غمخوريي نشته ځکه دوي په هر زمان ژاړ ي
خيږي يي دخولو څخه سوي ،سوي  فريادونه  دي     - څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول  قومونه   دي 
که   ټول په اتفاق شئ هم روان بيادسمون  په  لور   -  جوړبه غټ قوت شئ دهيواډ او پيوستون  په  لور
هدايت- دخداي نه غواړم بس همدازما سوالونه  دي  - څه وکړم چه اوس دويده شوي ټول  قومونه   دي 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery