دخپریدو نیټه : 2013-01-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
سعید زابلی
لكه كيسې د سپينو حورو د ملا را يادې
ما ته خبرې د يو چا دې د ښكلا را يادې
چې وروستى ځل ته رانه تلې، د زمانې له جبره
نن پرګلاب پراته شبنم كړې سترګې ستا را يادې
پلو نيولى دى د خوب ښاپيرۍ نه راګوري
هغه پوهېږي خاطرې دي نن د چا را يادې
موركۍ مې مړه ده خو تراوسه بې پروا ګرځمه
ډاډه په دې يم چې بې شمېره يې دعا را يادې
دا چې نظر دې يو ساعت له سترګو نه غورځوم
ماته ترخې شېبې جانانه دي بې تا را يادې
زه په نفرت كې بې سواده يم منم سعيده
مګر په مينه كې سندرې تر سبا را يادې