دخپریدو نیټه : 2013-01-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
سعیدزابلی
څه عجيبه اوستاكار دي دغه خلك
ورانولو كې هوښيار دي دغه خلك
نه يې دين ته كړو راسته، نه و دنيا ته
د يو داسې چا مهار دي دغه خلك
بل به پړوي مګر خپله يې هم كړې
رسيدلي كه تر دار دي دغه خلك
ستا دستار مو تاخ كې ايښى دى خوشحاله
په څه وړ ستا د دستار دي دغه خلك
ټول وطن دى كندې كندې لوټې لوټې
خو بيا هم ټوله وزګار دي دغه خلك
خزانه يې ترېنه لوټ كړه دوى ولاړ دي
دا په څه شي پيره دار دي دغه خلك
دوى د بل اورته اوبه پاشي سعيده
خو پخپله پر انګار دي دغه خلك