د زړه په کور کې ئې ملګرو دا خپل چم ورک شوی
لکـه لیـلا نـه چـې د مينې خپل صنم ورک شوی
شونډي نور وګنډۍ په سترګو باندې کېږدۍ پټـۍ
بیدار احساس نه د بیدار ذهن قدم ورک شوی
ځمکه دې وژاړي اسمان دې اوښکي پاکې نه کړي
د ننګ زانګو تشه زنګېږي د قام غم ورک شوی
د امیــدونــو ډیــوه تــتـه مــزل سـتـړی ښـــکاري
د وېښ سبا نه د زخمي زړګي ملهم ورک شوی
تل چـې د مـیـنـې محـبـت سـپـرغـۍ خـپـري سـاتـلـي
د نــر لیکــوال د ګـوتـو بیـا د ژوند قلم ورک شوی
نـسـیـمه ســتـوریــه د پــښــتـو نــاوي ژړېــږي ځــکـه
چې د پښتو په سـر ئې سیوری دم په دم ورک شوی