غمځپلی یم افغــان یــــم، د بدلــــــون پــــــــــه تمــــه تمـــــه
مـــړ ژونـــدون یــم پــــه فغـــان یــم، د بدلـــون په تمه تمــه
خپل می نسته، دوست می نسته چی می زخم ته مرحم سی
زه د هیـــڅ لیـــلـــی جـــانـــان یـــم، د بدلـــون په تمه تمه
مشران می دی کم وسه، په زلمو کی می روح نسته
تــل و بــل تــه زه قــــربـان یـــم، د بــدلون په تمه تمه
څــوک می وژنی چی ملا یی، ملا وایی چی مرتـد یی
زه د خپــل ژوندون زندان یــــم، د بـدلــون په تمه تمه
څوک به راکړی دغه هیله چی وطن به بیا سمسور سی؟
څوک بــه ووایی فـــرزان یم؟ د بـدلــون پـه تمـــه تمـــه