مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملالۍ یوسفزې ته!

شفيقه (خپلواک)

یادونه:انسان ته احترام کول زمادژوند له سترو هیلوڅخه ده اوپه ځانګړې توګه مسلمانان خپل مټ او وزر ګڼم،خواوس د یوې نجلۍ د ټپی کیدو له امله زموږ ټول هیودوال آن د لوړ پوړو چارواکو په سطحه د دعا غوښتنه کوي، د مکتب له زده کوونکو د دعاځانګړې غوښتنه شوې وه،خوهیچا  د یوې نالوستې پېغلې چې په ورځ کې سل ځله د داسی او له دې بدترو پېښو قرباني کیږي،غږ پورته نکړاو ورته د دعا غوښتنه ونشوه او آن تردې چې د ګران هیواد افغانستان له پاره چې د سولې ډګرشي چا د قران ختم ونکړ او له خدایه یې دعا ونه غوښته، دې احساس اودې ګېلې راباندې دانظم ولیکه.


نن چې زه ګورم ټلویزیون
نن چې راډیواورمه
انټرنیټ پاڼه چې زه خلاصه کړمه
نن چې دورځې زه ورځپاڼه لولم
یوه موضوع وی دسرټکوپه ځای
یوه ملاله ټپې شوې ،په ملال اوجود یی
یوه جېنې یوه وړوکې نجلې
دبشریت ددښمنانوپه لاس
دمرګ په خوله کی څولحظې تیروي
ټولولاسونه په ددعانیولی
لراوبرټول ورته دعا غواړی
دقران ختم شکرانې یی نیولی
نن دملالۍ نوم دټولوپه خوله
دزیارتونولاس اوپښې نیولی
اخ....
ملالۍ څومره بختوره یی ته
ټوله نړې درته دعاکوی
ټوله نړې دی په لیموکی ساتی
ټوله نړې درته ژړاکوی
خوزه بیوسه غمځپلې پېغله
ټول عمرتیرشودغمونومنځ کی
زړه ګی می مات شو،زړه می وسوځیدو
دسرسالو می جابرانویوړ
دپښوپیزارمی ظالمانویوړ
ټپې ،ټپې،زخمې،زخمې پرته یم
دسرک سر کی له نېستې پرته یم
ملالۍ ته په دی پوهیږې کنه؟
زه لا تراوسه خندا نه پېژنم
لا له خوښې سره بلده نه یم
لا دوختونوښکلا نه پیژنم
زماپه تا باندې نیت نه بدیږی
زه هم دنوروپشان دادعاکړم
ځدای (ج)دې کړه جوړه خدای (ج)وخندوه
خوکاشکی ماهم داسی څوک لرلی؟
چې یی دغم په وخت زمالاس نیولی
زما په غم باندې دوي هم ژړلي
زه له نړې نه ګېله نه کوومه
ګېله له خپلو کلیوالوکوم
څوک چې می داحالت هیڅ هم نه کڼي
ګیله له دغوانسانانوکوم
 زماټیکری ته پيوند نه ورکوی
خوستاروغتیاله قرانونو غواړي
زما په زړه باندې لپاسه پښې ږدی
خوستاخنداله مکتبونوغواړی
زه بی سواده غمځپلې پېغله
زماقسمت کی به وی غم لیکلی
خیردی له دوي به هم ګېله نکوم
ماته به وی دغه ماتم لیکلی
۱۳۹۱/۰۷/۲۳


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery