دخپریدو نیټه : 2013-02-07 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ازاد نظم
يو ماشوم زموږ دکلي
لکه ګل غوند ي نازک دى
عجيبه غوند هلک دى
خو اوس څه وکړي ملګرو
اوس له کاڼي لاهم کلک دى
اوس دپلا ر له غيږي ورک دى
زماني دى کړولى
هر ظالم په مخ وهلي
دهر چاورباندي زور دى
ماشوم سوى په سره اوردى
پلار يي ډير کلونه مخکي
شهيد شوى په جګړه کي
لګيدلى په سينه کي
په بمونو يي وران کور د ه
دوې يي خوندي يوه يي مور ده
خوږې مور ته يي اوس ژاړي
ځني ډيره ډوډۍ غواړي
ښونځي ته روانيږي
څيري څيري يي بکسه ده
يو يي مات قلم په جيب کي
يوه زړه يي کتابچه ده
کميس څيري پـښې لوڅي
اوږې دواړي لوڅي پوڅي
سهار يخ ماشوم رپيږي
سر ببر روان په لاره
مرور غوند ي ښکاريږي
دايتيم هلک بې پلاره
خو يوه دوه قدمه وړاند ي
غزراييل ترې بيله ساه کړه
ده په ماين پښه کيښـوه
ماين پاتي ترې دنياکړه
اوس يي دوو ماشومو خويندو
کتابونه راټول کړي پاڼي پاڼي
اوس يي دوه اوښکي په سترګو کي ولاړي
بوره مور دشهيدسر ته ناسته ژاړي