دخپریدو نیټه : 2013-02-14 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
فريد احمد تسکين
تا چې له زړه د حافظې څخه را وباسلم
افرين تا د درد کوڅې څخه را و باسلم
شاعر احساسه د احسان دې پوروړی يمه
چې دې بې مينې زمانې څه راو باسلم
ما وې چې مينې ته دعوت به له دې ځايه پيل کړو
خو تا د زړه له ښاريې څخه راو باسلم
خدايه ج ټوپک دې رانه لرې کړ قلم دې راکړ
مهرباني تا د تيارې څخه راو باسلم
تسکين په دې يم چې الفت او عاطفه يې راکړه
که شاعرۍ له هرې ښې څخه راو باسلم
پکتيا اتفاق مېنه
۱۳۹۱/۱۱/۹سلواغه