خوږ ژبی شاعر او لیکوال ارواښاد احمد زبیر محک چه تازه خپلی زده کړی یی په هندوستان کی تر سره کړی وی، څو ورځی مخکی یی خپل ژوند د یوی ترافیکی پیښی له امله د لاسه ورکړ.
ارواښاد احمد زبیز محک یو تکړه ځوان او یو بااستعداده محصل وو. نوموړی په خپلو زده کړو کی هم ډیر مخکښ وو. او د ادب په دنیا کی یی ډیر مینه وال درلودل .
ارواښاد محک په شاعری کی خاصه خوږه ژبه او خوږ انداز یی درلود او د همدی له امله خلکو ورسره ډیره مینه ښووله، دافغانستان د مینی په هکله یی ډیری لیکنی او شعرونه هم موجودی دی. ارواښاد محک د هندوستان د پونی په ښار کی د اقتصاد پونځی څخه د فارغیدو وروسته خپل اصلی ټآټوبی افغانستان ته د ډیرو ارمانونو سره ستون شو.نوموړی د افغانستان لپاره ډیر ښه فکر درلوده. د وطن د آبادی او د قومونو د یوځای کیدو ډیر سوچونه او ارمانونه یی درلوده چه دا هر څه یی د ځان سره پانی دنیا نه یوړل.د هند په پونی ښار کی د ارواښاد محمد زبیر محک لپاره پرلپسی دری ورځی د قرآن عظیم الشان ختمونه وشول چه په سلهاو تنوافغان زدکړیالانو پکی برخه اخستی وه .
روح د ښاد وی.
اختره
اختره څه کوی چی دلته راځی
دلته ږغونه دتوپونو خیږی
دلته دا دنګی داښایستی جونګړی
په سرواورونو دباروت سوڅیږی
دلته دمینی ورورګلویو پرځای
وحشی ږغونه دنفرت خیګیږی
دلته دمظلوم اوبیګناه په وینو
تیره تیغونه دظالم سره کیږی
ماشوم لاسونه دنکریزو پرځای
په ګرمو وین ودبابا رنګیږی
په دی دظلم دوحشت بازارکی
انسانیت اومینه نه چلیږی
دادتور تم او تورو شپو ملګری
په روښنایی دژوندون څه پوهیږی
احمد زبیر محک