مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

اصولي

 

زړه مې راته وایی چې به تیز بادونه بیا راشي
تویې به کړي اوښکې چې پرې تور مخونه بیا راشي

سولې پرښتې ته به کفن په غاړه بیا ورکړي
جوړ د خپل اسمانه چې په سر تندرونه بیا راشي

مستې به د غم میرمنې بیا په چیغو، چیغو شي
سپینو لوپټو کې به دا سره وختونه بیا راشي

بیا به څو ویرنې د غزل قالب کې ووینو
مینې ته یې لیکم خو ویرن شعرونه بیا راشي

هره خوا چې ګورم د وطن مور لیلامي وینم
خدایه ته یې ومنه چې ورک نیکونه بیا راشي

یو خوا سکندر دی په دا بله یې مغل وینم
مینې رانه اخلي پخواني دردونه بیا راشي

هره خوا چې ګورم په درانه خوب بیده شویدي
ویښ د زمانې ته خود بربنډ خوبونه بیا راشي

کله د وطن ناوې ته موږ ټیکری ورکړی دی
کله یې چې واخلو په جیبو نوټونه بیا راشي

تورې بوړبوکۍ مو د پښتون په کلیو ولیدې
کله چې دا تیرې شي نو تور، تمونه بیا راشي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery