دخپریدو نیټه : 2013-02-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
پلاره
سید منتظر شاه
ماويل چې ستا د بيلتانه شيبې به
لکه د زهرو څاڅکي
د ژوندانه ترپايه،
يوه، يوه وڅښمه
ماويل هسک به شمه، غر به شمه
د هسک اسمان و تندرونو ته به،
غيږ پرانيزم
زړه به د لاد (۱) تيږه کړم
وبه زغمم
ستا د خوږو، خوږو يادونو چينه
پلارجانه!
څه راوشول بل شانتې شوم
ستاپلرنیو ولولينو څپو
د نيزه وړي په څيرواخيستمه
يوړمه يې
او
لکه د شمعې په شان ويلې يې کړم
شوم څاڅکي، څاڅکي
د ژوندون کاسه کې
وڅڅيدم
اوس مې د زړه تڼاکې
اوس مې د اوښکو يوکۍ
لکه نرګس،
په سپورو شونډو وړمه
مرګی دې ړوند شي پلاره،
له دې نه پس چې لاره ونه مومي
زموږ د کيږديو او بورجلونو پلو
مرګی دې ومري پلاره،
له دې نه پس دې نور را مه شي
د پلرونو پسې،
نور دې بې پلاره مه شي،
تاندې هيلې،
نور دې ناهيلي مه شي
د نيمزاليو ناوکيو بچي
سيدمنتظرشاه
ملويناګر- نوی ډهلي
۱۲-۲-۱۳
(۱) لحد