لمړنی مقام مې واخیست په ټولګي کې
زده کونکی یم د مینې په ښونځي کې
د سپین مخ کتاب یې لولم هر سهار کې
بیاځلي یې یادومه ماښامي کې
د استاذ دا نصیحت به مې تل یاد وي
چې ویل یې چې جانان ساته زړګي کې
ورځنۍ دنده مې هر مازدیګر دا وي
ګلان ږدمه د جانان په تور پیکي کې
د نیکمل زړه په جانان داسې تازه شي
لکه ګل چې په خندا شي پسرلي کې