دخپریدو نیټه : 2013-02-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتو ژبه
اټک يوسفزی
پېښور کې دې اردو ژبه قومي وي
په کابل کې دې فارسي ژبه رسمي وي
پښتانه دې شمله ور پکتيا کې ګرځي
د مغلو دې په ارګ کې پاچاهي وي
حاکميت دې د سقاو د زوی تصوير کا
کندهار کې دې کلداره کرانسي وي
شاعران دې ترانې د زلفو وايي
ننګرهار کې دې ژوندۍ ديموکراسي وي
د ګورګين بچي دې نسل زموږ وژني
په هرات کې دې پښتو باندې پانسي وي
د اټک او د امو دې الله مل شي
چې مزار کې افغانان موږ نه پردي وي