غزل
ولاړم،ولاړمه بربادشوم چې دي هيركړم
په غمونوكې ابادشوم چې دي هيركړم
زماله حاله څخه مه كوه پوښتنه
ستاپه غم كې څنگه شادشوم چې دي هيركړم
انتظاراوانتظارمي ټوله ژوندشو
له هرڅه نه نامرادشوم چې دي هيركړم
ددنياټول نعمتونه ګيله مند شول
په سوچونوكې مهتادشوم چې دي هيركړم
ستادمينې په شرطوپسي روان يم
بياسكه وروردفرهادشوم چې دي هيركړم
راڅه جوړدبې پوښتنوكلي كورشو
دمظلوم ولس هيوادشوم چې دي هيركړم
په ګيلويې سراسراميدي وويل:
بيانن پاته ستاله دادشوم چې دي هيركړم.
غزل
افسوس پرداسي خلكوچې هنرساتي په زړوكې
پيغام دورولۍ اودبشرساتي په زړوكې
دمينې په نوم سوځي اودمينې نه ځاريږي
عجيبه مئينان دي خپل نظرساتي په زړوكې
وتاته وايي مكړه خووماته وايي وكړه
سربيره پرهغه لا خيال دشرساتي په زړوكې
نفرت كې رالوي شوي خونفرت به څنگه هيركړي
حيران يمه ودې ته ډيرخطرساتي په زړوكې
اميددپشرفت مكړه اميدي كه دا حالت و
هاڅوك چې ګوندبازي اوخپل ټبرساتي په زړوكې
غزل
څوك چې په ځان كې انسانيت نلري
پدې نړۍ كې شرافت نلري
ورڅخه ټوله به بيزار،ازاروي
دهيچازړه كې محبوبيت نلري
خدايه(ج) له دغسي حالت مي ساته
رحم،كرم چې څوك عدت نلري
دهغووټولوسره پام په كاردي
مينه،انصاف اوعدالت نلري
دچابه څه كم شي اوڅه بې په ځې؟
چې په خپل ځان كې صداقت نلري
كركې به ټول وي پكښې ځان پوښلى
اميدي زړه چې محبت نلري
غزل
اوښكوله ګريوان سره پيداكړله
غم مي له هجران سره پيداكړله
دواړه سره څومره خوشحالي كوي
درداوزړه پريشان سره پيداكړله
زه به يي تركمه اظهارنه كوم
مينې اوخفګان سره پيداكړله
ډيره تنهايي پكښې كې ځكه شته
ځان مي له بيابان سره پيداكړله
اې اميدي ته موفيصله وكړه
اه مي له ارمان سره پيداكړله
غزل
د اسلام هاسترخدمت مي هلته وليد
شرافت او انسانيت مي هلته وليد
هلته مينه هلته ژوندهلته ماناده
دهغو ي دزړونونيت مي هلته وليد
تاريخونه لا تراوسه باندي وياړي
ننگ غيرت عظم طاقت مي هلته وليد
يودبل يې په خدمت كې لاس وركړې
صداقت او محبت مي هلته وليد
په يوه ږغ سره كښته پورته كيږي
دالله پاك (ج) وحدانيت مي هلته وليد
پكښې مشركشردواړه معلوميږي
ډيرانصاف اوډيرمرعت مي هلته وليد
دومره امن دومره خوندوي اميدي كې
شريعت او عدالت مي هلته وليد
غزل
كله چې دي سترگې زماله سترگوڅه پنهاني شي
ماباندي هغه ورځي له هرڅه ډيري ګراني شي
ته كه نه پوهيږې خوزه دومره درته وايمه
ستاپه تللوزماباڼه،تږي شي اومړاوي شي
يوځلي خوخپل اوبيازماگريوان ته وگوره
گوندي ښايستي سترگي دي زماپرحال پريښاني شي
زه خودي دغم اودزغملوطاقت نلرم
څوك بدې دغم اودزغملوطاقت ولري
كله به په ماباندي داشيبې اسانې شي
يارمي اميدي راته په قهرداسي وويل
هيڅ داوريدوندي چې داكيسې بيانې شي
غزل
ژوندمي له غموسره ملګرى دى
توروتوروشپوسره ملګرى دى
گټه مي له هيچاڅه وانه ليده
ډيروتاوانوسره ملګرى دى
زړه مي ترفولادولاسخت شوى اوس
زړه مي له فولادولا سخت شوى دى
ځكه سرولمبوسره ملګرى دى
دريغه!ته به وايي بيابه نه كيږي
نووسلسلوسره ملګرى دى
خيردى اميدي!دغه په يادلره
خوندله زحمتوسره ملګرى دى