مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دفنلنډ دنوکيا دښار څخه د صالحزاده د خواخوږۍ پيغام

صالحزاده - نوکيا فنلنډ

دلوی او بخښونکي خدای په نامه

آية القرآن   : کل نفس ذائقه الموت و انما توفون اجورکم یوم القیامه

ښاغلی اسفنديار دعوامي نشنل پارټی مشر!

تاسې او ستاسې درنې کورنۍ ته دلوی خان عبدلولي خان دميړنې له کبله خپل دخواشيني او همدردي مراتب وړاندې کوم . خداي بښلي عبدلولي خان نه يواځې ستاسې پلار بلکې دلر اوبر پښتون سياسي ، معنوي ،مشر او رهبر وو، خان دخپل اولس دسوکالۍ او آرامۍ په خاطر ټول ژوند سياسي مبارزې او منډو ترړو ته ځانکړی کړی وو. هيڅکله دچوکۍ او منصب په خاطر دخپل زړور پلار خان عبدلغفار خان په شان له خپله هوډه په شاه نه شو، دخپل خواږه ژوند ډير وخت يې په زندانونو او جيلونو کې تير کړه، او هيڅ وخت يې تور ته سپين او سپين ته تور ونه ويل.دمرګ تر پولې هغه وګواښول شو ،خود رحمان بابا په وينا مستقيم په خپل مکان وو.

زموږ هيله او غوښتنه له ستاسې څخه داده : چې تاسي لکه دخپل نيکه او پلار په شان دسياسي تدبير په درلودلو سره داوس زمانې حالات او دولس اوخلکو غوښتنې او ستونزې په غور سره وڅيړی ، او دحل لاره ورته پيدا کړی ترڅو ديو مترقي نهظت دمشر په توګه دپښتنو دويښولو لپاره دکارکولو جوګه واوسۍ، او نور هغه دتعليم څخه لري پښتانه وروڼه پرې نږدې چې دمرتجع او وروسته پاته جريانونو داهدافو او شومو غوښتنو قرباني شي. پښتانه بايد تعليم وکړي داوس زمانې دپښتانه وسله ،ټوپک ،توره ،شمله ،پوړونی ،غيرت ،ميړانه اوپښتون ولي يوازې اويوازې قلم او تعليم دی اوبس.

دلوي اومهربان خداي له درباره څخه خان عبدلولي خان ته دفردوس د جنت اومغفرت دعا کوم ، تااوستاسې درنې کورنۍ ته دلوي خداي (ج )څخه صبر جميل غواړم .

په درناوي

سيدرحيم صالحزاده فنلاند دنوکيا ښار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery