په لور خو ځکه ژا ړم چی په پیسو خرڅیږی
لکه سود ا د با زا ر چی په چینو خرڅیږی
چی رویبا را ن یی را شی ا و مرکی ته کښینی
د پلار ا ومور له خوا نه په شنو لوټو خرڅیږی
نکاح د پیغلی کیږی خو ښه د بل چلیږی
ولورچی ډ یر ورکوی د ا په هغه خرڅیږی
نوم د د وستی یا د یږی سم تیجا رت پری کیږی
لکه حیوان چی پلوری په څواوڅو خرڅیږی
نجیلی چی نا ووایی خلویی په سوک متیږی
ځوا ن یی ترڅنګ ولاړ وی د ا په زړو خرڅیږی
زما زلمیه وروره ترینه ګیله ونکړی
پیغلی رواج تړلی په ځنځیرخرڅیږی
د ا هم ا نسا ن ده ګوره ا رزوا رما ن به لری
خوڅوک یی حق نه منی چی په کورړو خرڅیږی
زه نوریه سوا ل کومه لیږدا قا نون بد ل کړی
هرځا ی کښی لوڼی زموږ د پښتنو خرڅیږی