دخپریدو نیټه : 2013-03-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
افغاني میرمني ته
امانزی
افغاني میرمني ته
میرمني کـــله به تـــه ځـان پیــژنې
پـه رڼو سترګو به جهــان پـــیـژنې
د تعـــلیم لاره دي په زړه پـرانـیزه
د پوهي کــور بــله ډیـوه پرانـــیزه
اوچت اواز د قـضاوت پـورته کـړه
ږغ دانصاف او عـدالت پورته کړه
لــــکه مـــــلاله احساسات وښــیه
حق اوباطـــل ته کرامات وښیــــه
که عــلم زده شي حقیقــت پیـــژنې
هم دي حقوق هم دي عزت پـیژنې
جور او ستم نه ازادي خپـــله کـړه
له تـوروشپونه رڼــایي خپـــله کړه
نـــوري میــرمني د نـــړۍ وګـوره
خپلي خیمې توري کـــږدۍ وګـوره
میرمني ګوره چي اسمان ته خیژي
د ژوند مدارنوي دوران ته خیژي
خویندو تـه لارد ښــوونځئ وښــیه
خپـــــلوبچـــوته پوهنځئ وښـــــیه
د نـنۍ نړۍ رازونــه زده کــــړه
امانزي وایي هــــــنرونه زده کړه
ناروي ۰۴دسمبر۲۰۱۲.