غزل
لمونځ مې یې کافر به شمه څنګه دې قضا کړم
راشه چې دخپل زړه په خلوت کې دې ادا کړم
ته دقدر شپه یې خو په شپوکې رانه ورکه
تاپسې به ډیرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم
غشې راکوه چې اژدها په تندي وولم
موسکه راته مه کیږه چې نښه به خطا کړم
زه هغه مجنون یم چې مې زړه خوره کیږدۍ کړ
ګورې به لیلابه له وچ ډاګه راپیدا کړم
دین دپښتو نغښتۍ دملالې په ټپه کې
دا دټپو ژبه به له خدای سره آشنا کړم
ډول به شم اټن به شم شغا به شم دڅڼو
بیا به طالبان دجوماتونو په ګډا کړم
خاورې یم خو لمربه ترلاس ونیسم که خیروي
ستوری به شم پاس به له سپوږمی سره خنداکړم
بیا به دغاټولو دغه لوټ کاروان راټول کړم
لاس به په سپرلی واړوم زر به یې پخلاکړم