ښار می هم هغه سی زوړ هغه زاړه چوکونه
هغه خاورینی کوڅی هغه زاړه یادونه
هغه ښکارپور دروازه هغه د ګل کلاچه
هغه سر پوښه بازار د ښار زړه دروازه
هغه سی شین تخته پول هسی پرځای چهل زینه
هغه سی مست ارغنداب هم هغه لویه ویاله
پر هغه ځای هغسی هلته پرته وه خرقه
چی ستر بابا راوړله هسی ښایسته وه خرقه
زما دښار څیره کی ما خو ډیرڅه ولیدل
هم می تاریخ ولوستی هم می راتله ولیدل
هم یی رایاد کړ ماته هغه غښتلی ځوانان
چی تر وطن ځاریدل وه ترسر تیر پای لوڅان
ماته رایاد سو دلته هغه موچی پهلوان
چی په جوالدوزه یی کړه سوری سوری دښمنان
سر یی قربان کی له ما سر یی قربان کی له تا
سر یی ټیټ نه کی چاته توغ یی اوچت وساته
زما دری رنکه توغ یی په لوړ همت وستایه
ماته رایاسوه دلته بیا د میوند اتلان
وه په سرو وینو لت پت هلته پراته شیهدان
بیا د ملالی ناری زما ځان ولړزواه
زما ویده احساس یی هسی را ولټاوه
د خرقی خوا کی هلته زموږ لوی بابا ویده ؤ
په کوکران کی هلته ستر شهنشاه ویده ؤ
داهم هغه کوڅی دی داهغه زوړ کندهار
هغه زړی جادی دی او هم هغه زوړ بازار
خو زما په دی ولس کی د ژوندون ساه نشته ده
چی ورته ساه ورکوی هغه بابا نشته ده
نه زرغونه پاته ده نه ملالی د میوند
نه می نازوژوندی ده نشته زمریان د میوند
ښار خو پخوانی ؤ خو وګړی پخوانی نه وه
وګړی پخوانی وه د پخوا پکی ځوانی نه وه
ښار د خلکو ډک ؤ په جادوکی بیر وبار جوړؤ
زما په دی ځوانانو کی خو ځوانه انرژی نه وه
لاره د ژوندون او د خلاصون له دوی نه ورکه وه
ټول سره تقسیم وه او تقسیم د خدای پر ځمکه وه،
لاړم ابدالی ته چی دخوبه یی راپاڅوم
زړه د ژړا تش کړم ویښیدو ته یی را پاڅوم
سر شو م په ګیلو د ابدالی د قبر خواته زه
ګوندی خپل ژړا او ستا سلګوته یی راپاڅوم
هلته می زړه تش کړ په ژړا ژړامی و ژړل
خپل دزړه دردونه می دده وخواته وسپړل
پوه شومه په دی چی دابابا له موږه څه غواړی
دی ویده ولس ته یو څه ساه او پاڅیده غواړی
وایی بابا وایی کندهاریانو سره زړه شی بیا
ما که خوشحال غواړی بس ددی بابا په پله شی بیا
لیری کړی نفاق ګوری جونګړی مو اباد ی کړی
زوړ تاریخ ژوندی کړی زړی توری مو را یادی کړی
لاس یو بل ته ورکړی دوطن یتیم ژړا کوی
وایی نوزادی دا بوری میندی مو بیا ښادی کړی
د کندهار ښار
د ۱۳۹۱ کال ددلوی ۲۳