مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د بيت المال غلو ته!

الحاج څېړنيار محمد داود ناظم

 


له مال نه د حرامو د خپل کـور مه ډکوه
له وينو د ملت نه نس د نــور مه ډکـــوه

نه پــــرېږدي الله جنت ته هسې تن
چې حرامو باندې چاغ يې شي بدن
وريادېــږي به دا ټــــول په زلکدن
له اور نه د دوزخ د سترګو تور مه ډکوه
له وينو د ملت نه نس د نــور مه ډکـــوه

دا ځمکې خو پرتې د بيت المال دي
بانکو کې هم پيسې د بيت المال دي
په هره خوا خورې د بيت المال دي
لمن د د مېرمنې له پـــيــــغور مه ډکــوه
له وينو د ملت نه نس د نــور مه ډکـــوه

حرامو نه تړلی د دستــــــــــار دی
د ګلو نېک تايي کې سور کتار دی
په غاړه د ملت د وينو هــــــار دی
بوجۍ له بيت الماله د په زور مه ډکـــوه
له وينو د ملت نه نس د نــور مه ډکـــوه

حرامو نه د جوړ کړل بلـډنګونه
مېـــرمنې ته د واچول هــارونه
په غاړه کې د هر چا يې لاسونه
حرام لاس د مېرمن له بنګړو شور مه ډکوه
له وينو د ملت نه نــــــس د نــور مه ډکـــوه

راټول کړه کورنۍ ته صحتونه
په ټولو دي پراته د غم جالونه
دامونو کې يې ګير دي اندامونه
ژوندونه د لا نور په داسې اور مه ډکوه
له وينو د ملت نه نس د نــور مه ډکـــوه

راشه توبـــــــه وکړه مسلمان شه نور
مه کړه په ځان ظلم با ايـمان شه نور
مال د بيت المال ته ښه افغان شه نور
ناظم شه د وطن په غاړه خور مه ډکــوه
له وينو د ملت نه نس د نــور مه ډکـــوه

له مال نه د حرامو د خپل کـور مه ډکوه
له وينو د ملت نه نس د نــور مه ډکـــوه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery