دخپریدو نیټه : 2013-03-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په وينورنګ بهار
فدامحمد نومير
څه غرض مي په اختر او په بهار دی
ورک زما چي په خپل کلي کي قرار دی
دښت بيديا که سروګلونو ده نيولې
لاله ګل زما د وينو څه ګلنار دی
مست هاتيان چي له دنګ غرو څه را کوزيږي
دا زما د سورکو وينو خروښهار دی
د کوچيانو کـډي نه خوځي هيرمند ته
تور ليوه يې په ورشو کي پهره دار دی
توري سترګي هوسۍ نسته غرو رغو کي
هندوکښ د سرو اورونو سور انګار دی
بلبلان دګلو بڼ څه ليري ګرځي
کرل سوی د ګل څنګ کي ورته خار دی
د بورا دحال به څوک وکړي پوښتنه
سور په وينو يې خاټول او لاله زار دی
پيغلي نه ټومبي خاټول په تورو زلفو
خزان کړۍ يې پسرلۍ ورته اغيار دی
ها شين غاړي منګي مات سوله د نجونو
دګودر پر غاړه پروت افي ښامار دی
لکه زرکي چي قطار به تلې فصلو ته
لولپه يې په باروتو لوړ چنار ری
لاس تر غاړه به په څه ګرځي ګلبڼ کي
سور په وينو چي يې کور کلۍ اوښار دی
يوو نادان به دې بهار ته هوسيږي
نادان کله په سړيو کي په شمار دی
زه د هغه پسرلي په طمعه شپې کړم
چي نومير يې و راتلو ته ناکرار دی
۱۲ – مارچ – ۲۰۱۱
کلفورنيا – متحده ايالات