دخپریدو نیټه : 2013-03-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نقیب الرحمن لکڼوال
چې نوره نه یی دامنلی نشم
په خپل زړګی داقبلولی نشم
هغه چې تاپکی خندلی ګرانی
هغه تصویرته نورکتلی نشم
یوزای به ناست چې موځانګلی پکی
تشه ټالی نورزنګولی نشم
چی په تارونوکیی نغمی به وی تل
هغه رباب نورغږه ولی نشم
زماد ژوند ډیوه خوته وی مړه شوی
پروت یم تیاروکې څه لیدلی نشم
نقیب کاغذنی چې ستانوم لیکمه
لاس مې ګړبیګی څه لیکلی نشم