دخپریدو نیټه : 2013-03-20 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زما قام
اټک يوسفزی
پښتانه چې سپېره ډاګ کې هم راټول شي
تورو خاورو کې زرغون ورته غاټول شي
درست کشمير به ورته سپک لکه يو خس شي
که يو کاڼي د شمشاد سره په تول شي
په چکچکو په خندا مقتل ته درومي
عجب قوم دی راټول په يوه ډول شي
که نور هيڅ نه وي خپل زړه ملنګ ته اچوو
چې د مينې نه يې ډک خالي کچکول شي
د اټک د پښتنو شملو نه ځار شم
د جرګو خبرې کله په پکول شي