دخپریدو نیټه : 2013-03-20 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
نظم
عبدالصبور صابري
درته له مینی هرکلي وایی نن
زیری دځان دخپلواکي وایی نن
نور په تیاروکې ژوندون نکوؤموژ
نورناپوهۍ ته رخصتي وایو نن
زرغون سپرلیه په خزان راسه
په پاکه خاوره دافغان راسه
دی دردیدلی خاوری ډیر ژړلي
نوریی زخمونو ته درمان راسه
دلته بی شمیره مظلومان اوسیږي
دلته بی وسه افغانان اوسیږي
خدایه همت راکړی له ننګه سره
دلته بچي داحمدخان اوسیږي
نوری مو زړوکې ولولی راغلي
نورموپه ژبو حماسی راغلي
خدایه رحمان یی په مونږ رحم وکړه
په مونږه ډیری ناکردی راغلي
خدایه رسوا کړی هردښمن دخاوری
چې دې هیواد ته دسیسی جوړوي
نوریی تالا کړی ددی ځمکی په سر
چی څوک زمونږکور کې لانجی جوړوي
خدایه پرتا باندی باورلرو مونږ
په مونږ کې سوله او وحدت راوله
مونږ تاته ډیر ډیر امیدونه لروؤ
زمونږه زړونو کې الفت راوله
زار شم له تانه ای رحیمه ربه
نورپه دی خاوره کې سپرلي راوله
نوره له سولی او عرفانه ډکه
نورورورولي اوسوکالي راوله
مونږه بلا ډیرانتظار کړی دی
ددی هیواد دسرلوړي امید کې
موژ توکل په پاک الله کړی دی
هوانشاالله دصابري امید کې