دخپریدو نیټه : 2013-03-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پسرلۍ
نقیب الرحمن لکڼوال
ځوانانوجوړکړئ اټنونه پسرلۍ راغی
پیغلو وهی تا سې ټکونه پسرلۍ راغی
د ژمې یخ بادونه تیرشول اشنا
بیا به غوړیږی سره ګلونه پسرلۍ راغی
هغوی چې نوی مین شوی واورئ
یوبل ته ورکړئ سوغا تونه پسرلۍ راغی
بیا به وطن شی ټول سمسور په ګلو
بیا به ور یږی بارانونه پسرلۍ راغی
هلکان ټول چپه اټن کړی ځکه
پیغلو ورکړی تصویرونه پسرلۍ راغی
بیا ګودرلوری ته روانه زرکه
یارته یی جوړکړی دسمالونه پسرلۍ راغی
نقیب ئی ټول ګناه پرځان منمه
ساقی راډ ک کړه ټول جامونه پسرلۍ راغی
نقیب الرحمن لکڼوال