زما زلمیو ته یاد نه دی بوډاګانو دی لیدلی
هغه څه چی دلته تیرشوه هغه څه چی موږ زغملی
د کابل د زړه لوګی می لا اوس هم مغزو کی ګرځی
دامتل دی د پخوانه چی بد ګرځی بد به پرزی
خدایه مه کړی چی تکرارشی بیا هغه هیری غمیزی
وکابلیانو ته په زړه شی بیا هغه تیری غمیزی
لاتراوسه می په یاد دی د کابل د زړه دودونه
په باروتو لولوپه شول، زما د میندو څادرونه
انسانان سپیو خوړله دلته د قدرت جګړه وه
سم وطن مو قبرستان ؤ د ژوندیو هدیره وه
لاتراوسه زما مغزوکی د ناهیدی خور بغاری
هره شپه په خوب کی وینم د مظلوم سوی چغاری
لاتراوسه می په یاد دی دمرمیو بارانونه
د کابل په دهمزنګ کی ترسړک لاندی جرونه
دهیبوری کارته یی چهار می د ماینونو جوړ میدان وو
ژړ ځوانان می ختمیدله دمرګونو تور توپان وه
خدای لیری لره لیری دا غمیزی بیا رانه شی
نازولی کابلیان می و هجرت ته بیا اړنه شی
لا تراوسه می رایاد دی کابل سیند د جګړی کرښه
دوه پلو یی جګړمارو ختمول د انسان پرښه
ښار نه می جوړه کربلا وه په هر کورکی واویلا وه
زما د ښار په مسجدو کی محرابونه په ژړا وه
نه ملاته احترام ؤ نه سپین ږیری پر چا ګران ؤ
د وحشت یو ځان ځانی وه ټول جهان موږ ته حیران ؤ
زما په دی غریب وطن کی څه غوبل وو څه دوران ؤ
د وحشیانو حاکمیت ؤ هر سړی ځانته حیران ؤ
مور د لور ځنی بیزاره پلار غریب خو تل پریشان ؤ
د وحشت په ګیر ودار کی را اسیر غریب افغان ؤ
چا یی پوزه غوڅوله، چا مری پی ماتوله
دلته یو وحشی ځنګل ؤ چی چغال یی پهلوان ؤ
نه خبره ستا په خوله وه، نه کول د چا په زړه وه
چی د چا سره ټوپک ؤ بس هغه لو قهرمان ؤ
خوارافغان دلته اسیر ؤ پخپل کور، کلی کی ګیر ؤ
نه مالک د خپل جایداد ؤ نه مالک د خپل تقدیر ؤ
سپینه ورځ په موږه شپه وه، رڼایی موږ نه خپه وه
لمر ختل دلته حرام وه ولسونه په سجده وه
لاتراوسه می رایاد دی د سیلو جاده خالی وه
د جادی ونی چپه وی هلته د سپیو مستی وه
د خوشحال مینه وه ورانه ګیدړان ورته راغلی
تمدن ؤ کوچیدلی وه لیوان ورته راغلی
کابلیان می اواره شول په نړی کی بیچاره شول
په پردیووطنو کی لږ ژوندی دی ډیر یی مړه شول
لا تراوسه می په یاد چهلستونه باندی بمونه
امانی قصرنابود شو، شول نابود مو تاریخونه
ښار می نه ؤ دا دوزخ ؤ افغانان کی سوځیدله
د جګړی ډګر تری جوړ ؤ نر او ښځی تښتیدله
په پردو راکتونو خو دافغان په لاسونو
قتل عام دلته روان ؤ د زلمیو او دنجونو
په هر ګام کی پاټکونه په هر ګام کی زنداونونه
زندانونه یی ته بولی حقیقت کی دوزخونه
نه ناموس د چا خوندی ؤ نه د چا سر په امان ؤ
خوار وطن می قتل ګاوه هر سړی ترګریزان ،
لوڅی پښی سرتورسرونه د پردو په دیرو سروو
په هرځای کی چی افغان ؤ سترګی سری سر یی ببر ؤ
زما درانده درانده وګړی د پردو کور کی دیره شول
دافغان شمله او توره په نړی کی مسخره شول
زموږد ساندو اوازونه د نړی غوږو ته لاړل
زموږ د اوښکو سیلابونه د نړی ګوښو ته لاړل
دامنم توپک د بل ؤ خو په لاس د افغانانو
وینی توی سرونه پری شول د مظلومو مکتبیانو
څوک په یو نامه حلال شول څوک په بل نوم تیرباران شول
دخپلی پوزی، دخپل ژبی د خپل قوم په تهمتونو
ډیر وګړی واړه زړی قربانی ددی تو پان شول
افغانان سره تقسیم شول په نړی کی سرګردان شول
وطن جوړه قتل ګاوه وه انسانیت په ختمیدو وو
سړیتوب وه کډه کړی له دی ځایه په وتو ووو
هغه څه چی دلته تیرشول کتابونو کی خو نشه
د نړی په سینما وحشی فلمونو کی هم نشته
ورور په ورور سره کړه لاسونه قوم د قوم پری کړه غوږونه
د قومونو په نوم باندی سوله ختم ولسونه
نوزادی لاس په دوعا شه هغه تیری دی تکرار نه شی
نازولی افغانان دی بیا هرګز په ژړا نه شی