دخپریدو نیټه : 2013-03-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
شاپوراحمدزی
ختلی بام ته راکوزېږمه نه
له کړکېچونو زه خلاصېږمه نه
ماویل زړه کې دابه وي ځل آخر
غواړم چې کوزشم خو رالوېږمه نه
دکړکېچونولړۍ ده روانه
ځورېږمه زه خوخلاصېږمه نه
اورونه بل دي هرې خواته زما
یمه افغان دسوه ځېدو یمه نه
ظلمونه بس کړئ نورمې مه ځوروئ
پرې مېږدئ نوردې کړېدویمه نه
که وي ناتارنوبس همدومره دې وي
اوبوکې نوردډوبېدویمه نه
که وي انصاف دابه ختميږي په ما
که نشي نوردې حوصېلویمه نه
احمدزی وايي نورخوبس دی خلکو
پاڅېږمه نوردناستویمه نه
نارو ۲۰۱۳/۳/۱۶