دخپریدو نیټه : 2013-03-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د هوا لامبوزن
محمد نعمان دوست،
ما په لومړي ځل د هوا لامبوزن ولیدلو
لامبوزن، بره په هوا کې ښپې لاسونه وهل
ها دومره جګ و چې د زمکې جاذبه صفر وه
یا:
شاید زمکې نه غوښتل چې ژر یې غیږ ته راشي
زمکه خفه وه، ویرېدلې وه او زور یې نه و
҈ ҈ ҈
لکه سرې پاڼې د ګلانو یی ورول رنګونه
ما ویل مَلَکې دي، شیندي پر لامبوزن لالونه
زه یې همداسې نندارې ته فکر وړی ومه
ډب شو، اوږه باندې مې ګرم لاس یو چا کېښوده
ویل یې: های وروره!
په والله نظر مې کډه کړې اوس لکه بُت په رڼو سترګو څه لیدلای نشم
ماشوم زوی کی مې رانه ورک دی تا لیدلی نه دی؟
ماین دې الوتی خلک وایي، خلک ډېر مړه شوي
زړګی مې چوي، پښې مې سستې ګرځېدلی نشم
د هغه غاړه کې تعویذ و، سور چرمي پوښ يې و او پر اوږه یې د لونګو تور ځونډی، ځوړوند و
هغه، زما د خاوند ایکي او یوه نښه وه
ما یې په سترګو کې د ژوند ټولې اسرې لیدلې
زما بچی و، تک سپین او ډډ بډ مخ یې و دې شاوخوا مړو کې خو داسې ماشوم نه ښکاریږي؟
هغې همداسې د خپل زوی نښې ښودلې راته
خو، ما هوا ته کتل
مرۍ مې وچه وه او ژبې حرکت نه کاوه
د لامبوزن مورکۍ مې، ډېره وه تر خوا ولاړه
جلال اباد
۱۳۹۲ د وري ۶مه