ښايي زما د مرګ لپاره به څه خيال وهي
زما د زړه کوچۍ پر سپينه زنه خال وهي
تور سترګي ولاړې خو دا ستا ددې مئين شاعر ژوند
د نيمي ورځي لمر دی اوس به يې زوال وهي
د يار جفاوو ته يې سر ټيت کړ صندان مي سو زړه
لکه لوبغاړی ضرورت کي په سر بال وهي
شيخانو ځان سمبال کړئ بيا به درنه بد وړي حوري
که مړه سئ بيا به مو پر لويو ږېرو ټال وهي
د ورځي ماته د جنت په نيت بمونه ښخ کړي
د شپې له توري پنجابيه سره دال وهي
يوولس مياشتي يې پوره ماته ژړله نقيب
د يار غمو په مخه کړی دادی کال وهي
-----------------
غزل
چي ستا د حسن پلوشې زما د زړه سر ووهي
لکه شبنم چي د ګلاب د دوبي لمر ووهي
اسان به نه وي خو ديدن به دي کومه داسي
لکه ملنګ چي د پاچا د کلا ور ووهي
په زيارتونو تعويذونو باندي هم ونه سوه
نو زما نصيب دي ګراني! وخت د ماځيګر ووهي
ما يې پر مېنه باندي يو ساعت تېر کړی نه دی
زما مېلمه چي زما پر کور راسي لنګر ووهي
د ځوانيمرګ نقيب د هر غزل په سترګو کي يم
هسي نه ستا آتشي زلفي زما بشر ووهي
---------------
غزل
د ښويدلي ژوندون شور دی، ستا بنګړي ماتيږي
زما زړګی سپين نه دی تور دی، ستا بنګړي ماتيږي
د رژېدلو باڼوګانو سره مينه لري
بېلتون د عقل پر شاه سپور دی ،ستا بنګړي ماتيږي
ستا د لېمو د نظر سيوري ته يې سر ټيټ کړی
زما د لېمو د نظر ګور دی ،ستا بنګړي ماتيږي
ها جلوه دار حسن په ټوله ښاريه کي نسته
ابن مريم نو د چا ورور دی، ستا بنګړي ماتيږي
د پايزېب شرنګ ته يې نقيب په ژړا سترګي سرې کړې
دا نه پرهر دی نه ټکور دی ،ستا بنګړي ماتيږي
افغان ازاده راډيو کندهار