مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دپسرلي ورځې

عبدالصبورساپی


کله به راشي په وطن دپسرلي ورځې
لکه اخترونوبیا دخوشالي ورځې
پاتې شوي یوژونده ستانه څومره بېنوا
لاموونه پېژندې هستي ستا ژوندي ورځې
کربلاشو هر خوا چيغې وچتې هرځای
جوړې یزیدپه چړو کړې حسیني ورځې
لویه ستونځه دناخوالو ده زموږ همدا
پیدا نکړې قـــام له نفاق وفاقي ورځې
چې راچاڼ ټوله صواتنامه کړې دخوشال خان
سرټکونه وینې د قام بېتفاقي ورځې
ځوانۍ وخت ده هریوځوان ته درانیولو
دورومرجان موندل په سین طلايي ورځې
تېر شول بې قدره دځوانۍ څومره وختونه
په تېرعمر غواړي هربوډا دځواني ورځې
ارمان دڅه کړې چې دژونددې نه لیدانځور
اوس اوبوپر مخ ئې ګوره مجازي ورځې
ویاړو پاتې پلارنیکنه موږته یوه توره
قلم په توره رانوړې چا بري ورځې
له ټول جهانه چې راټول حُسن اونظر کړې
لیدلي چا دي بې مشال رڼائي ورځې
خدای پیداکړی پښتون کومې ګناه سزاء ته
لکه قارون ولــې نه موندي خیالي ورځې
ټول ماشومان تکنالوژۍ سره لوبېږي
پښتون ماشوم دغرکربوړونغري ورځې
له ګاونده چې بېرته پاتې غصه نه یم
غصه راځي پدې ورکړې موږشاهي ورځې
نشته غوږدآورېدونه سترګې دلیدو
څوک نه ويني جهان آئینه کې عیني ورځې
یوورځ به شي خلاص صبوره ټول داغمونونه
که یوسف په کويي راشي کارواني ورځې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery