کاکړۍ غاړي د اولسي ادب يو ښايسته فورم :
تر پښتو لنډيو وروسته غاړي ددې ژبي هغه فورم دی ،چي په دوهم مقام کي ياديږي او ډيری ويونکي او اورېدونکي لري .
موږ که په پښتو لنډيو کي د ميني ،درد حماسې او يوه ټولنيز ژوند ټولي عکاسۍ او مضامين وينو همدارنګه يې په کاکړيو غاړو کي هم وينو که په لنډيو کي سوال او جواب لرو نو يې په غاړو کي هم زښت زيات څرکونه وينو که يو درد په لنډيو کي وينو په غاړو کي يې هم وينو که د جانان ،باران ،پيغلي زلموټي ،پلار ،ورور او داسي نور کليمات او الفاظ وينو په غاړو کي يې هم وينو ښه لګيږي .
په غاړو کي عجيب موضمونونه وينو د اوسني بلوچستان په (( سنزاوی )) او (( پۍ )) چي دوې سيمي دي هلته چي دوه مينان سره يو ځای کيږي حصوصآ د شپې چي دوی کوم ځای ټاکي پر هغه يې د (( دراوۍ )) نوم ايښئ او بيا يې په غاړو کي هم ورته ځای ورکړی نه يوازي دا چي دوی هلته چي سره يو ځای کيږي خبري په غاړو کي سره کوي بلکي د دراوۍ يادونه هم راته کوي
زما د يار دراوۍ پر ځی ده
چي ورځم سپينه سپوږمۍ ده
په يوه پښتني ټولنه او ماحول کي ژوند کول بيا له يوه چا سره مينه ساتل په نيمه شپه کي درواۍ ته ځان رسول ددې غاړي هغه جانانه ښکلا ده ،چي د لر اوبرد پښتنو يوه درسته پابندي بيانوي .
دا مينه وايي ،کله چي زه خپل مين ته ورځم نو سپوږمۍ به اسمان ته ختلې وي او دا ويره له زړه څخه نه باسي چي يو څوک به يې د سپوږمۍ په رڼا کي وويني او ستونزه به ورته جوړه سي .
حماسه :
که په پښتو لنډيو کي حماسه او پښتنو ته د يووالي خبري اورو او ملاله ميوندۍ مو سترګو ته دريږي همدا رنګه يې په غاړو کي هم سترګک وينو په دواړو کي يې مثالونه ولولی .
لنډۍ
که په ميوند کي شهيد نه سوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
غاړه
وڼه کړګی د مړو
ترس سول ډيلي له پر آسو
له دې کاکړۍ لنډۍ څخه تر ۲ سوه کلونو ها خوا يادګار تازه کيږي ،کله چي د احمدشابابا په زمانه کي پښتانه نوميالي ډيلي له پر آسونو ولاړل
د جانان د توروالي خبره په لنډۍ او غاړو کي .
لنډۍ
چا راته وېل جانان دي تور دی
ما په رڼا ليدلی نه دی تور به وينه
کاکړۍ غاړه
خلګ که وايي جانان تور دی
تور مي د دواړو سترګو تور دی
د غاړو مرکزي سيمي کاکړستان دی ،خو د اوسنۍ سويلي پښتونخواه په ډېرو سيمو کي حصوصآ په پيښن ،مرکز کوټه ،لورلايي ،ږوب ،هندوباغ چي اوس ورته مسلم باغ وايي همدا راز د لوی کندهار د زابل په شملزو کي ،پنجوايي کي ارغسان کي
د معروف چټي په نام دي
ښه ځوانان د ارغسان دي
د ارغنداوو يا ارغنداب غاړي .
ارغنداوو کوڅې ،کوڅې
شالمار وړ ځای د مېلې
همدا راز د غزني په شلګر کي هم نوي غاړي سته چي راټولېدو ته ضرورت لري د صادق ژړ په وينا چي دا غاړه يې له يوه اندړ څخه اورېدلې .
خلګ ايله تومت پر وايي
بوره شېخه ده قران وايي .
دا چي په کاکړستان او په بلوچستان د پښتنو په سيمو کي کاکړۍ غاړي تر لنډيو زياتي ويل کيږي نو د هغه ځای پښتانه اوسيدونکي کاکړيو ته لنډۍ ځکه وايي ،چي لنډۍ هغه چي په ۹ او ۱۳ سيلابونو کي دي په هغه سيمو کي وجود نلري.
ما لنډۍ لنډۍ کولې
ګل په غم را ولړلې
غاړي په اته ،اته سيلابه کي جوړيږي خو په اووه ،اته سيلابونو کي هم سته
کږې غاړي :
په همدې دول په غاړو کي دننه يو ددې فورم يو بل ډول هم وجود لري چي کږې غاړي (( غير مقفا )) غاړي ورته وايي .
ته چي نه راځې چينې له
خدای دي سخته که ناجوړې
يا
زه نرۍ پاتو له ځم
د ږوب لوړې که ده ليار راکه
يا
د کلا تر شاه دربی دی
جلبۍ اوري باران دی
نه پوهيږم ،چي دا غاړه به په نورو سيمو کي په کوم ډول وي خو په کندهار کي داسي ويل کيږي .
د سنجر دولس زامن دي
پر کوڅه تل باران وريږي .
دې غاړو ته کږې ،سرچپه او ازادي غاړي هم ويل کيږي ،چي په کاکړستان کي ورته سرچپه غاړي وايي ،ددې غاړو خوند به دې کي دی ،چي انځورونه ليږي ډير ښکلي انڅورونه د ميني ،درد او عاطفې تصاوير ،چی خوند او مزه يې ماته تر قافيه لرونکو غاړو هم ښه خوند راکوي .
سوال او جواب :
سوال او جواب چي په لنډيو کي يې زياتي بلګي سته همدا رنګه يې په کاکړيو لنډيو کي هم څرکونه ليدل کيږي .
لنډۍ
ددې پوښتني جواب راکه
کور مي د سيند پر غاړه دی له تندي مرمه
جواب
ددې پوښتني جواب دادی
څوک چي مين سي همېشه له تندي مرينه
غاړه :
نی وهې د څاه پر غاړه
موږ يوه درسو که دواړه
جواب
مه يوه راځئ مه دواړه
په ياري مي خاوري واوړه
يا دا چي .
ګرانه راسه چي توکل کړو
زما چارګل پر سګريټ ورکړو
جواب
زما دي خاوري سي ځواني
چي ستا چارګل پر سګريټ ځي
په غاړو کي تشبيه :
چي مي ستا فکرونه يوسي
بادام ګل وکي بيا توسي .
د بادام ګلونه د خپل مين په اړه د فکرونو سره تشبيه سويدی يعني ستا فکرونه داسي دي لکه د بادام ګل چي ګل وکړي نو ډېر ژر يې بيرته وغورځوي .
يادا چي
پرديسي د اور دودونه
يا هندوان ګالي يا انجونه
پرديسي د اور له دودونو سره تشبيه سوې ،يعني د هندوانو په مذهب کي چي کله څوک مري نو بيا يې د هغوی له مذهب سره سم سوځي دلته دا پيغام اپاده کيږي ،چي د اور زور هغه هندو ته ور معلوميږي کوم چي سوزل کيږي او دی يې زغمي نو په همدې ډول پښتنې انجوني د خپل يار څخه پرديسې زغمي او پر ځان دا درد تېروي .
زما اوستا تر منځ پوټو دی
نری غر د تکتو دی
(( تکټو )) د بلوچستان په مرکز کوټه کي يو غر دی ،دلته مين د خپل او ځان او د متقابل طرف تر منځ ،چي کوم څادر وجود لري هغه د غره سره تشبيه کوي او دوی خپل منځ کي د پټو موجوديت هم نسي زغملای او دا تر خپلو منځونو بيلتون ګڼي
څو ښايستې کاکړۍ لنډۍ
زما او ستا ياري پر ستورو
هر ماښام به ورته ګورو
بوی به يې خود ځي د موورۍ (( يو ډول بوټۍ
د سرانو راغله انجلۍ
موږ يې نه کوو ياري
چي مور يې خوا په بدوي
سترګي توري کړي نو راسي
موږ خواران له کاره باسي
ماځيګر دی ځي اوبو له
ما په زنګ وپيژندووه
ما دي خدای نه کړي ظالم
چي ستا د غاړي امېل وړم
قول وکې بيا رانه سې
د بوري ټوپک تر خوله سې
توري سترګي سپين تندی
په خالو شين لکه بوری
نارې مه وهه درځم
پر سر پوړنی سموم
ما ويل ته به ما يوسې
ته ملنګ د زيارتو سوې
زه چي راغلم ځای د سرې وو
ږغ د بلي پښتنې وو
زما د ګران ماڼی پر څه دی
واک د نورو دی زما نه دی
دا پر ګل پرتې ژلۍ دي
که سپين غاښ د شين خالۍ دی
زه دي کړم د غرو ملنګ
غاړي ته واچوه لونګ
کندهار افغان ازاده راډيو