دخپریدو نیټه : 2013-04-03 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کرکټ : افغانستان دا ځل هم اتلولي تر لاسه کړه .
لودين
په نيپال کې دکرکټ اسيايي شل اووريزو سياليو په پاى کې افغانستان نيپال ته په ماتې ورکولو سره په پرله پسې توګه د څلورم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړه.
د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې د نيپال لوبډلې ته د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
هوتک وايي، چې د نيپال لوبډله په شلو اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٦منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري ګلبدين نايب د نيپال دوه ، شاه پور ځدراڼ او حمزه هوتک يو يو لوبغاړى وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې ددرې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري کريم صادق ٣٢، ګلبدين ٤٣، نجيب ځدراڼ ١٥ ، سميع الله شينواري ٩ او محمد نبي ٣٨ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
له دې بريا سره افغانستان په نيپال کې د اسيا دشل اووريزو سياليو اتلولي خپله کړه.
ګلبدين نايب ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده، چې په پرله پسې توګه دا څلورم ځل دى ، چې دغه اتلولي خپلوي، له دې مخکې افغانستان په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې .
د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود پر دې بريا ملي لوبډلې او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه.