مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دفراه اشتشهادي

نقیب الرحمن لکڼوال

دا څوکرښې د فراه دردناکی پیښی ته چې 03.04.2013 دافغانستان دښمنانو له خوا تر سره شوګڼ شمیر هیوادوال موشهیدان شول

واتم
 
پرون خوست کې یتیمان شول
نن فراه کې قربانیان شول
 بیا هوار ټغر د غم شو
بیافراه کې نن یو ډم شو
بیا ځلمیان په وینوسره شول
ماشومان په وینوسره شول
کتابونه یی په لاس کې
مکتبیان په وینوسره شول
چې خدای پرې قهریدلی
افغانان په وینو سره شول
یوځواکمن ملت ختم یږی
دچا زړه پری نه سوزیږی
دا افغان دی چې قتلیږی
اسمان زړه پری نه سړیږی
بیاکوڅې په وینوسرې شوی
بیا روانی فراری شوی
بیائی زوی په کټ کې راوړ
بیائی د مورسترګې ړندې شوی
پلارپه زړه کې ارمانونه
خپل زامنو ته وادونه
خپل ورور واده ته خویندو
خه زدکړی و اتڼونه
چا چمبه مسته وهله
په نکریزوسره لاسونه
دوی سندری زد کولی
له ماتمه خبر نه وو
چې ورورئی شهید شوی
له دې غمه خبر نه وو
دا وطن کې ښادی نشته
تر دې دمه خبر نه وو
همیشه دلته واتم وی
پردۍ جوړکړی غم وی
د پنجاب په نقشه راشی
که رکټ وی او که بم وی
دا چې څومره شهیدان شول
پری خوشحاله ګاوندیان شول
ده افغان وینی تویږی
مسلمان وینی تویږی
دا فتواچې چا روکړی
ملا نه هغه شیطان دی
بیګناه تویه وی وینی
نه انسان نه مسلمان دی

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery