دخپریدو نیټه : 2013-04-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د امن او بري پسرلی
محمد داود ناظم
نه پوهېږم د کوم امن کوم بري پسرلی
ونمانځمه دغه خپل که د پردي پسرلی
مانه د سپرلي ګلونه ورک وينې بهېږي
د کونړ په ماشومانو بمباري پسرلی
په بل هېواد سپرلي سره غوړېږي ښوونځي
بد شامت زما په کور ټول سوځوي پسرلی
ستا ناوې اغياره په نګروزو سره ودېږي
زما ناوې لاس په وينو رنګوي پسرلی
ګرځي په پارکو ستا ناوې په ښکلو رنګينو
زما ناوې په سرو وينو لمبوي پسرلی
ستا هېواد کې اې ظالمه د خوښۍ ګلونه
سپړوي زما په زړه کې ټول اغزي پسرلی
ولې په لمسون د بل د خپل ټوپک ماشه يو
مرمۍ د وطن د ناوې زړه زخمي پسرلی
که مو په مينه د الله ښکلي فکرونه کړل
نېغه به راځي په کور مو سوکالي پسرلی
اې خورو ورو د دين او د وطن بچيانو
راځئ جوړ کړو د خپل امن او بري پسرلی
که مو د مينې او سولې غاړې ورکړې سره
اې ناظمه زما کور ته به راځي پسرلی