مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سمندره

نقیب الرحمن لکنوال

سمندره

زه له ډېرو ګیلوسره
دغمونو ډک زړګی مې
بیا درته راوړئ
چې یو په یودرته بیان کړم
په کاغذ کې ډیر
نالوستی لرم
نه پوهیږم چې
له کومې پیل کړم
پوهیږی؟
هغه څه وه هغه
د کوی قاف ښاپیریونه
چې ښایست پټ و
هغې چې له هوسی نه
سترګی پټی وی
هغې چې زرکې نه رفتار پټ و
چې له عقاب نی ښکارپټ و
هغه څنار غوندی جګه جلی
چې له شرابو نی خمار پټ و
هغه لاړه نوره نشته
هغه لاړه افسا نه شوه
وینی؟
ژوند څومره
ناځوانه دې
سمندره؟
ولی غلی شوی
ولی څپی دی آرامی کړی
ته خوزما له کیسی
خبر وی
هروخت به دې
ځواب راکولو
په خپلو مستوڅپو به دې
لوند خیشت ولیږلم
نوبیا نن ولی غلی یی
که تا هم داسی
فکرنه وکړی
چې
هغه به لا ړه شی
ورکه به شی

06.07.2010
ادیسه اوکراین
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery