زه د الفت د فلسفې لاروی
غواړم د مينې فلسفه
د خپل زړګي د ښوونځي له لارې
خلکو ته ورسوم پوی يې کړمه
چې مينه ژوند ته مينه خوند ته پيدا
مينه د دوو زړونو پيوند ته پيدا
مينه تيارو کې دې رڼا را ولي
پيکه ماحول ته دې ښکلا راولي
خو خلکو ښکلي چې دي!
لکه سر زورو پښتنو غوندې رڼا نه غواړي
له بدرنګيو څخه خوند اخلي ښکلا نه غواړي
وايي په جنګ او په جکړو کې لوی شوو
کرکه مو زده کړه بدبينيو،تورتمو کې لوی شوو
موږ د يوبل له وينو خوند اخلو
همدا مو زده دي
نواوس
زموږ لمنه مه نیسه او لرې لاړشه
ستا نصيحت او فلسفه څه کوو
ځه رانه ورک شه
چې تسکينه بيا دې و نه وينم
دا فلسفه دې مخې جيب کې کيږده
د غفار خان غوندې دې ځان نه ليونی جوړ کړی
۱۳۹۲/۱/۲۲ وری
پکتيا کور، ګرديز