دخپریدو نیټه : 2013-04-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
کله مني نه
اټک يوسفزی
مغرور زړګی مې ناز هم د جانان کله مني نه
هم مينه مينه غواړي هم احسان کله مني نه
ودريږي راغورځېږي بيا ودرېږي او غورځېږي
افغان غيرت ته ګوره چې توپان کله مني نه
که سر دې ترېنه وغوښته دواره وايي ستا شو
مېړانه کې پښتون سړی تاوان کله مني نه
دا ټوله دنيا يو خوا او دا يو لېونی بلخوا
د زور خبره خوار غريب افغان کله مني نه
دا قام سختو شېبو دی لکه کاڼی ښه پوخ کړی
ډېوې غوندې سوځيږي درد په ځان کله مني نه
علاج يې د زخمونو په درملو باندې نه شي
دعا غواړي اټک ځکه درمان کله مني نه