چې لري یوښکلې کوربیا تش مکان څه پکار دې
چې یقـین دې په چا نه وي بیا ګمان څه پکار دې
بـې اعـتبـاري ده ،بـې اعـتبـاري ده پـه دنیـا کـې
چـې دایـې صـفـتونـه وي انسـان څـه پـکار دې
که دې دماغ کـړکۍ دې خـلاصې شـي پوهیږې
کــه نـه بیــا صـرف عــمر په جــهان څه پکار دې
چـې د آفـتونـو مـخه هـیڅ څـوک نه شـي نیـولې
بیــا دولــت او داغــرور او پهــلـوان څـه پـکار دې
کـه خـوشـحالـي هـم راسـره تـل پـاتـې نـه شـو
بیـا بادشـاهـی او جسـم او ځـان څـه پـکار دې
چـې پـه زړه کـې دې هــیڅ څـیز تـمـنا نه وي
بې سـود ,او بې سودا خالي دکان څه پکار دې
دا خـپل اعــمال هــم بــدلـول غـواړي (صابره)
چې تیر شي دا وختونه بیا ارمان څه پکار دې