ای! د کـلـي اشــنــا تـه نــــن پـه خندا شه
د ښــار زخــمــونو ته مـې یــو څه دوا شه
سپینه یـــې،سپینه وایــې،سپینه یاري کړې
زه هـــم سپینه سپینه وایـــم چـــې زما شه
طالب بـه زه،آدم بـه زه،قــیـس بـه زه شم
ته ګـل بـشـره،ته درخــو،ته مـې لیلا شه
لګه پتنګ چې اور کې سوځي غږ نکړی
داسې مې ژوند په پټه خوله زار له تا شه
د غـرونو کـاڼي ګـاټي ستـا مستي غواړي
په څــېر د غـرڅــنۍ مسته بــې پروا شه
یک تنها د چـنـار سوری لاندې ناست یم
ستـا دې قـسـم وي چــې لــږه را پیدا شه
د لــرې ښــار نه بـیمار او ســتړی راغلم
اوس د غــریب احــمـدزي تـه مسیحا شه