ټـول تلونکي وار په واردي پایګا د هیڅ چا نشته
څوک وړاندې اوڅوک وروستوبقادهیڅ چا نشته
مـــه کــړه تبـــاه د آخــــرت قــــیمــتی ژونـــد دې
هـمـیشــه ژونـــدون پـه دا دنیـــا د هیڅ چا نشته
ددنیــا حــکــایتــونـــو نـــه هـمـدا ســبق زده کـړه
ګـــرم يـــو مــونـږ پخــپلـه ،خــطا د هیڅ چا نشته
وفــــا، خــلــوص، محـبت، ګـــناه، مــکــر اوفـــریب
دا ټـــولــــه لاعــــلاجــــه دي دوا د هیڅ چا نشته
د (صــابـر) ډیــر اعــتبـار وو پــدې خــپلــه یــارانـه
دهیڅ درد مې درمل نه شول وفاد هیڅ چا نشته