دخپریدو نیټه : 2013-04-23 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
نه بېلېږي
اټک يوسفزی
په دروازو په لارو نه بېلېږي
دا عظيم قام په کرښو نه بېلېږي
دنيا دې هر اندام کړي غوڅ زموږ نه
زموږ احساس په چړو نه بېلېږي
دا غرونه غرونه او درانه پښتانه
اوس د اغيار په لاسو نه بېلېږي
ټول د يوه افغان وجود دی اټک
نوک او ورۍ پښتنو نه بېلېږي