نن د خپل ماضي پر قبرباندي لیکم:
دا عجبه پاک سړی وو؛ خو صادق وو
صداقت چي د ټولني پر دار وخوت
دا دئ نن تر خړو خاورو لاندی ورک دی
هو! دا هم ددې شهید پر قبر لیکم
چي ( پر بیا ژوندي کېدو یې عقیده ده)
ددې لویي قربانۍ قدربه کیږي
دا د نن دار به سباته نه پاتیږي
مړه بللي به له خوبه راویښیږي
د ارمان د زخموستوري به ځلیږي
دا یوسف به ددې څاه څخه راخیږي.
۱۳۹۲-۰۶مه-حمل
چانډیګړ-هندوستان