په دی لیموکې دی پټ کړی څه دی
ماته دی لپوکې راوړی څه دی
چې په ویلوئی ستاشونډی رپی
وایه زړګی کې دی ساتلی څه دی
زما له مینی نه انکار ولی کړی
بیا زمانی درته ویلی څه دی
زمونږ په کلی یو نظر نه کوی
د رقیب چم کې دی لیدلی څه دی
چې ستا ښا یست ئی یوپه دوه کړی
په سپینه زنه لګولی څه دی
د نقیب زړه یی په درزا راوړی
تا په کاغذ ورته لیکلی څه دی