دآتل شهيدقاسم خان پاک روح ته ډالۍ:
که جهادوي بس همدادى،که غزاوي بس همداده*
لوړترټولومنزلوچه مرتبه وي بس همداده*
شوې سرداردجنتونوستامحل فردوس جنت شو*
تل ترتله خوشحال اوسې په نصيب دشهادت شو*
لوي آتل دمعرکوشوې افتخاردافغانانو*
دساحل په لوردپرې کړه دژوندلاردافغانانو*
دپنجاب نظاميګروته ددرس دعبرت ورکړ*
وران ويجاړدپه ګوشته کې دظالم جابرسنګرکړ*
دډيورنډپه جعلي خط دې دبطلان کرښه راکش کړه*
ددښمن په توطئودناګهان کرښه راکش کړه*
اوس به سرورباندې خلاص وي دپردودنوکرانو*
چه آفغان به غلام نه شي دانګرېزدغلامانو*
روهين سوال کوم آلله ته روح دښاداوسه قاسمه*
دښمنان دپاکې خاورې دې برباداوسه قاسمه*
جرمني
02.05.2013