دخپریدو نیټه : 2013-05-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زړه مې ښه شي
اټک يوسفزی
چې خبرې د ليلا شي زړه مې ښه شي
هسې فکر ته چې راشي زړه مې ښه شي
د بوتانو سره دا توپير لرمه
چې يو درد را ته پيدا شي زړه مې ښه شي
چې سينه مې پسې ووهي ټوپونه
بنده بنده چې مې سا شي زړه مې ښه شي
د مسکا چل خو غمونو رانه هير کړ
کوم پرهر چې په خندا شي زړه مې ښه شي
د اټک په پاکه مينه چې تورن شم
بس همدا چې مې ګنا شي زړه مې ښه شي