دخپریدو نیټه : 2013-05-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
لـمـر يې وخـوړ
احمدشاه ( احمد )
تيــاره راپـاڅيـدلـه لـمــر يې وخــوړ
زمــا د کلـي مــازديــګـر يې وخــوړ
پيغـلـو منګـي له خپـل څنګـونـو کـوز کـړل
تـوره بلا راغـلـه ګـودر يې وخــوړ
خـداي د مـونـږ وسـاتـي لـه داسي بـلا
ؤ بنيـادم خـو پـوره غـر يې وخـوړ
ستـرګـه يې سره شوه لـه چا نه ډاريـږي
کـابـل يې وران کړ پيښـور يې وخـوړ
جـګـړه اوس روږدي شوه د زړه د وينـو
اوس يې کـه زړه وخـوړ کـه سر يې وخـوړ
بيـا کـربلا بـانـدي راغـلې يـزيـد
احمـده پـاسـه چـې لښـکـر يې وخـوړ